د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر هرات کې د تولیدي برېښنا پروژې د پرانېستي مراسمو کې ویلي، افغانستان له کلونو په وارداتي برېښنا تکیه کړې، چې له یوې خوا قیمته او له بلې خوا د اوږد مهال لپاره ډاډمنه او ګټوره نه ده. برادر ویلي، دا پروژې به نه یوازې دا چې د افغانستان اړتیا پوره کړي، بلکي اقلیمي بدلون سره مبارزې کې هم مهمې دي. هرات کې د ۲۰۰ میګاواټه په ظرفیت برېښنا پروژې لومړي فاز او د ۵ میګاواټه په ظرفیت لمریزې برېښنا پروژو چارې پیل شوې. د یادونې ده، چې دیادو پروژو په بشپړېدو سره به د هرات صنعتکارانو د برېښنا ستونزه حل شي.