د چين، جاپان او کوريا جمهوريت د همکارۍ دارالانشأ د مې په ۳۰مه نېټه د سيول د ګوانګهوامون په ډګر کې د دغو دریو هېوادونو د همکارۍ ورځ د نمانځنې کلنی فعاليت ترسره کړ.
د دغې دارالانشأ منشي لي هي سوپ د دغه فعاليت په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، چې خلک کولی شي چې د چين، کوريا جمهوريت او جاپان د همکارۍ ورځ په ډګر کې د دغو دريواړو هېوادونو د همکارۍ ارزښتناکې نظريې او په ګډه د راتلونکې جوړولو په هکله معلومات تر لاسه کړي. د درېواړو هېوادونو دوستي به راتلونکې لاره روښانه کړي.
په کوريا جمهوريت کې د چين لوی سفير دای بينګ په خپله وينا کې وويل، چې د چين، جاپان او کوريا جمهوريت همکارۍ د ۲۶کلونو راهيسې ګڼ شمېر مهمې لاسته راوړنې تر لاسه کړي، د دريواړو هېوادونو خلکو ته يې ګټې رسولې دي او د دې سيمې د سولې او پرمختګ او د ګډ اقتصاد د بهير يې هڅونه کړې ده.