د نوي زيلاند پخوانۍ صدراعظمه جينيفر ماري شيپلي د روان کال په مارچ کې چین ته راغله او د بو آو اسيايي فورم په کلنۍ غونډه کې يې ګډون کړی دی. په ترڅ کې یې د چين مېډيا ګروپ ځانګړې مرکه ومنله.
شيپلي په دې مرکه کې وويل، چې چین له نړۍ سره ګډ پرمختګ غواړي او خپل پرانیستل يې نور هم پراخوي، دا نه يوازې د چين پر بازار، بلکې د کمربند او لارې په ګډې ابادۍ کې د ګډون کوونکو اقتصادونو پر بازارونو د تصديو خاوندانو باور تضمين کړی دی. سربېره پر دې، چین تل د نوښت په سر کې دی، د بریښنایي موټرو او مصنوعي ځيرکتيا په ساحه کې د چين لاسته راوړنې ډېرې د پام وړ دي. نوي زيلاند غواړي له چين سره يو ځای د خپلواکو بهرنيو پالیسيو په ساتلو سره د نړیوالو سوداګريو په هڅولو کې خپل فعال رول ته دوام ورکړي.
شيپلي له ۱۹۹۷م کال څخه تر ۱۹۹۹م کال پورې د نوي زيلاند د صدراعظمې په توګه دنده ترسره کړه. د خپلې دندې په جریان کې، هغې د دغه هېواد او چين ترمنځ اړیکو پراختیا ته وده ورکړه او نړیوال تجارتي سازمان کې د چین له ګډون يې ملاتړ کړی دی. نن ورځ، چین د څو پرله پسې کلونو لپاره د نوي زيلاند تر ټولو لوی سوداګریز شریک او صادراتي بازار ګرځېدلی دی.