د ملګرو ملتونو د سويلي همکارۍ صندوق د ۳۰مې کلیزې د نمانځنې فعالیت د مې په ۳۰مه نېټه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې ترسره شو.
په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي فو څونګ یاد فعالیت ته وینا وکړه او ویې ویل، چین د دغه صندوق په ملاتړ د همکاریزو بریالیتوبونو لوړه ستاینه کوي. هېواد به یې تل له واقعي څواړخیزم ملاتړ وکړي او سويلي همکارۍ به تل د خپلې نړیوالې همکارۍ امتیازي لوری وبولي.
د ملګرو ملتونو د سویلي همکارۍ صندوق په ۱۹۹۵ کال کې جوړ شو او موخه یې دا ده چې د پرمختیايي هېوادونو د همکارۍ په مټ دوامدار پرمختګ وهڅوي او د سويلي هېوادونو پر وړاندې د ګډو ننګونو د لرې کېدو لپاره خدمتونه ترسره کړي.