د امریکا د بهرنيو چارو وزير مارک روبيو د مې په ۲۸مه نېټه اعلان کړی چې هېواد به يې د چينايي زده کړندویانو ويزې لغوه کړي او دغه کړنه یې په نړيوالې ټولنې کې پراخې نيوکې راپارولې دي. هغوی د امريکا دغه کړنه ايډيولوژيکي تبعيض بللی او په دې اند دي چې دا د چين او امريکا ترمنځ د ښوونيزو چارو ښو اړيکو ته زيانونه رسولي او هم به د دې هېواد علمي او تخنيکي پرمختګ زيانمن کړي. چين د دغه سياسي او تبعيضي کړنې پر وړاندې جدي احتجاج څرګند کړی او ويلي يې دي چې د چينايي محصلینو د حقه حقونو ټينګه ساتنه کوي.
دقیقاً چې د ټرمپ حکومت واک ته له رسېدو راهيسې د نړيوالو محصلینو په تېره بيا د چینايي محصلینو د محدوديت تګلارې پلې کړې، د بېلګې په توګه د ځینو ايالتونو په پوهنتونونو کې يې د کمپيوټر ساينس او پوليتخنیک انجنیزي برخو کې د نړيوالو محصلینو شاملېدل محدود کړي، په عامه پوهنتونونو کې د نړيوالو محصلینو سکالرشيپونه يې راکم کړي، په هارورډ پوهنتون کې يې د نړيوالو محصلينو له شاملېدو څخه منع کړي او په جبر سره یې له ځينو پوهنتونونو څخه د چینايي محصلينو په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو غوښتنه کړې ده. هغوی دا ځل پرته له کوم دلیله د چينايي محصلينو ويزې لغوه کړې چې دا د ايډيولوژۍ او دولتي امنيت په پلمه د چين او امريکا ترمنځ د کلتوري اړيکو د پرې کولو ناسمه کړنه ده. خو تر شا يې موخه څه ده؟
د چين د ډيپلوماسۍ پوهنځي پروفيسور لي های دونګ د سي اېم جي له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې ويلي چې اوس له چين سره د امريکا پر ستراتيژيکې سيالۍ اندېښنه مخ په زیاتېدو ده او د دې هېواد په دننه کې د کلتوري جګړې د پيل فضا هم احساسولی شو. نو د روبيو په شان امريکايي سياستوالو د دولتي امنيت په پلمه چينايي محصلین له چین سره د جيوپوليتيک سيالۍ وسيله بللې او د چين او امریکا ترمنځ د علمي، تخنيکي او کلتوري اړيکو د پرې کولو لپاره يې ډېرې هڅې کړې، څو له چین سره د ستراتيژيکې سيالۍ او د شخصي سياسي ګټو د لټولو خپله موخه ترسره کړي.
د امريکا دغه اقدام نه يوازې د چينايي محصلينو بلکې د نورو هېوادونو د محصلينو په هدف دی. د روان کال په اپرېل کې د امريکا حکومت د اته اتياوو پوهنتونونو د لږ تر لږه ۵۲۹ بهرنيو محصلينو، ښوونکو او څېړونکو ويزې لغوه کړې. د بېلابېلو هېوادونو محصلينو په جلا جلا توګه په ټولنيزو رسنيو کې د امریکا دغه کړنه غندلې او ويلي يې دي چې دغې کړنې د دوی حقه حقونو ته زيانونه رسولي دي. د هارورډ، اېم اې ټي او کاليفورنيا پوهنتونونو په وار سره د امريکا پر حکومت دعوه وکړه. لکه څنګه چې د ويسليان پوهنتون مشر ويلي و، د امریکا دغه کړنه ډېره ناسمه ده او يوازې به ځان ته زيان ورسوي.
حقيقت هم دغه ټکی ثابت کړی دی. ښوونیز بهیرونو ته په کتو سره محصلین د نړيوال علمي تبادلې د پل په څېر مهم رول لوبوي. که ويزې لغوه شي، نو دا به د ښوونې په برخه کې پر نړيوالې همکارۍ، علمي او تخنيکي پروژو او د پوهې پر شريکولو منفي اغېزه وکړي. په دې سره به د امريکا د مستعدو کسانو شمېر هم کم شي او د دې هېواد د اوږد مهاله نوښتي توان به زيانمن شي. د ګوګل سرچ انجن پخواني اجرائيوي مدير مصنوعي ځيرکتيا د مثال په توګه ياده کړې چې چينايي څېړونکي په دې برخه کې د کليدي تيزيسونو مهم ليکوالان دي. که موږ هغوی له پامه وغورځوو، نو دا به د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې د امريکا د رهبرۍ مقام ته زیان ورسوي.
پوهنتونونو ته په کتو سره د نړيوالو محصلینو د زده کړې لګښت د امریکا د ډېرو پوهنتونونو د عايداتو عمده سرچينه ده. که امريکا د چينایي محصلينو په شمول د نړیوالو محصلينو ويزې لغوه کړي چې دا به د دغو پوهنتونونو د پانګو او پيسو د کمښت سبب شي او هم به د دې هېواد ښوونيزې چارې زيانمنې کړي.
امريکا تل د ډيموکراتيک برج په توګه ځان ستايلی او تل يې ويلي چې هغوی ازاد او پرانيستی علمي چاپېريال برابروي. خو د امریکا ياده کړنه د نړۍ د ښوونيزې رهبرۍ په توګه خپل اعتبار زيانمن کړی او په دې سره به مستعد او ماهر کسان او اقتصادي او کلتور اغېز له لاسه ورکړي.