د امریکا د سپینې ماڼۍ ویاندې خبر ورکړی، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي استیو ویتکاف ایران ته د اټومي تړون لپاره یو “مفصل او د منلو وړ” وړاندیز استولی دی. کارولین لیوېټ وویل (ولسمشر ټرمپ څرګنده کړې چې ایران هېڅکله باید اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.) نوموړې تایید کړه، چې د امریکا وړاندیز له ایراني چارواکو سره شریک شوی، خو د نورو جزیاتو له ورکړې یې ډډه وکړه.