په تېره یوه میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۳۳۳ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره میاشت د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۳۳۲ زره ۸۳۷ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. په یاد توکو کې ۱۶ زره او ۷۷۲ ټنه توکي صادر شوي. دغه وزارت وايي دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.