د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار سره د ډيپلوماټیکو اړیکو کچې لوړېدو په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي. بهرنیو چارو وزارت ویلي، دواړو لورو د کابل او اسلاماباد ډيپلوماټیک ماموریتونه د سفیرانو کچې ته لوړول مثبت ګام بللی او د پاتې پړاوونو د ژر تر سره کېدو هیله یې ښودلې. همداراز دې ټیلفوني مکالمه کې دواړو لورو ویلي، چې د ډيپلوماټیکو اړیکو کچې لوړول به ګڼو برخو کې د همکاریو پراختیا ته لاره هواره کړي.