د دوان وو اختر د رخصتۍ په لومړۍ ورځ د چين په دننه کې د مسافرو د تګ راتګ شمېر ښايي له ۲۲۹ميليونه تنو څخه اوښتی وې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۰اعشاريه ۲سلنه زيات شوی. په بېلا بېلو ځايونو کې د فرهنګي سيلانۍ نوې خاطرې او د سيلانيانو لپاره نوې تجربې ترتيب شوې.
د شميرنې له مخې، د مې د ۳۱مې نېټې تر ۱۸بجو پورې ، په دغه هېواد کې د فلمونو د پلورلو ارزښت له ۱۱۷ميليونو يوانو څخه اوښتې چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ډېر زياته شوې ده.