څو تازه شمېرنې ښيي چې د چين اقتصادي پرمختګ د ښه کېدو په حال کې دی او پرمختيايي تمايل يې انعطاف پذيزه ښکاري.
د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې د چين په بندرونو کې د مالونو اندازه ۵ ميليارډه او ۷۵۵ مليونه ټنه وه چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې درې اعشاريه اووه زياتوالی ښودلی دی. دغه راز په دغو بندرونو کې د کانتينرونو شمېر له ۱۱۰ مليونو څخه اوښتی چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې اووه اعشاريه نهه زياتوالی ښيي.
د روان کال په اپرېل کې د چين د مالونو او خدماتي سوداګرۍ صادراتي او وارداتي ارزښت ۴۳۷۰ ميلیارډه او ۶۰۰ مليونه يوانو ته رسېدلی چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شپږ زياتوالی ښودلی دی.