چين د جون له لومړۍ نېټې څخه د برازيل، ارجنتاين، چيلي، پيرو او يوراګوی اتباعو ته له ويزې پرته د راتګ تګلاره غوره کړې ده.
د ۲۰۲۵م کال د جون له لومړۍ نيټې څخه د ۲۰۲۶م کال د می تر ۳۱مې نېټې پورې د دغو هېوادونو اتباع چې معمولي پاسپورټونه لري، که د کاروبار ، سفر او له خپلو دوستانو او خپلوانو سره د ليدو او د کلتوري تبادلې په موخه چين ته راشي او په چين کې د پاتې کېدو وخت له دېرشو ورځو څخه زيات نه وي، نو له ويزې پرته چين ته ننوتلی شي.
دا لومړی ځل دی چې دغه تګلاره د لاتينې امريکا او کارابين هېوادونو د اتباعو لپاره غوره شوې چې په دې سره د هغو هېوادونو شمېر شمېر ۴۳ ته رسېدلی دی چې وګړي يې له ویزې پرته چین ته سفر کولای شي.