د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند د مې په ۳۱مه نېټه په شانګليلا ډيالوګ کې د امريکا د دفاع وزير پيتي هاګسيس د ناسمو څرګندونو په غبرګون کې ويلي چې هغه د سولې او پرمختګ لپاره د سيمې هېوادونو اوازونه له پامه غورځولي او د بېلا بېلو جبهو ترمنځ د مقاومت په اړه د سړې جګړې مفکوره يې هڅولې، پر چين يې بې ځايه تور لګولی او دغه راز د چين پر خلاف پروپاګند کوي او چين يې نړۍ ته د ګواښ په توګه معرفي کړی دی. د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند وايي، چين له دې کړنې سره ټينګ مخالفت کوي او د ده پر ناسمو څرګندونو ټينګ جدي احتجاج کوي.
نوموړي دغه راز ويلي چې په حقيقت کې امريکا په نړۍ کې هغه هېواد دی چې د بادارۍ په لټه کې ده، او د اسیا او اراسم سمندر سيمې د سولې او ثبات د زیانمنېدو تر ټولو لوی عوامل ګڼل کيږي. چين پر امریکا غږ کړی چې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره د سيمې د هېوادونو د هڅو درناوی وکړي، د سيمه یيز سولې او ثبات د ويجاړلو، د مقاومت د لمسونولو او د سيمه ييزو شخړو د شدت له هڅو څخه لاس واخلي.