چیو شه مجلې د جون په لومړۍ نېټه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او مرکزي پوځي کمېټې رئیس شي جين پينګ یوه مهمه مقاله خپره کړه چې عنوان يې دی «له تعلیمي پلوه د یوه قوي هېواد په جوړولو کې چټکتیا» .
هغه په مقالې کې ليکلي چې ښوونه د قوي هېواد د ابادۍ او د چيني ملت د سمسورتيا بنسټ دی. ده ویلي: د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس له جوړېدو راهيسې مونږ ښوونه او تعلیم د هېواد او ګوند ستره چاره بولو، په هر اړخيزه توګه مو اړونده پاليسي پلې کړې، د ساينسي او ښوونيز پرمختګ له لارې د هېواد د سمسورتيا د پرمخ بېولو ستراتيژي او د ښوونيزو چارو د عصري کېدو د چټکتيا تګلاره مو جوړه کړې، په ۲۰۳۵م کال کې د قوي ښوونيز هېواد د ابادۍ موخه مو ټاکلې او په نوې زمانې کې د دغو چارو د لاسته راوړنو د لرلو او د اړوند ښوونيز جوړښت د بدلېدو لپاره مو ډېرې هڅې کړې دي.
په مقالې کې هم راغلې چې دغه قوي ښوونيز هېواد د چين خصوصيت لرونکي سوسياليستي ښوونيز قوی هېواد دی چې پکې بايد د مفکورو او سياسي چارو کې لارښوونکی رول ولوبوي، د مستعدو کسانو غوره والی به ولري او هم دې د ساينس او تخنيک، د خلکو د ژوند د ضمانت او د ټولنيزې همغږۍ وړتيا او هم دې په نړۍ کې اغيزه ولري.