د مې په ۳۰مه نېټه، د ۳۳ هېوادونو استازو په هانکانګ کې د منځګړيتوب نړيوال سازمان تړون لاسليک کړ او د دې سازمان بنسټ يې کېښود. د دې تړون له مخې کله چې له درېیو څخه زيات لاسليک کوونکي هېوادونه له خپلو کورنيو قوانينو سره سم دغه تړون تصويب کړي، د منځګړيتوب نړيوال سازمان به په رسمي ډول تاسيس او پرانيستل شي. د دې سازمان عمومي مقر د چين په هانکانګ کې دی.
د شنونکو په اند، د منځګړيتوب نړيوال سازمان تاسيس د نړیوالو قوانينو په چوکاټ کې يو نوښتګر اقدام دی او د نړیوال منځګړیتوب په برخه کې تشه ډکوي. دا د نړيوالې سولې د ساتنې لپاره د چين لخوا برابره شوې يوه مهمه مرسته هم ده.
اوسمهال په ټوله نړۍ کې د نړيوالې محکمې او د تجارت نړيوال سازمان د تضادونو د حل ميکانيزم په شمول نړيوال سازمانونه شتون لري، ولې بېلا بېلې خواوې د منځګړیتوب نړيوال سازمان تاسیس ته وده ورکړي؟ دا له پېچليو نړیوالو وضعیتونو او د مختلفو هیوادونو له اصلي اړتیاوو سره تړاو لري.
په اوسني مهال کې، نړۍ د ګډوډۍ او بدلون نوې دورې ته ننوتلې ده، جیوپولیټیکي شخړې یو په بل پسې رامنځته شوې، یواړخيزم او محافظت مخ په سختېدو دي. ځینې هیوادونه د تسلطي کړنو یا حتی د جګړو له لارې د تضادونو “له منځه وړلو” عادت لري. په ورته وخت کې، د نړیوالو شخړو د حل موجوده میکانیزمونه د ځینو لوېدیځو هیوادونو تر سیاسي اغیزو لاندې دي او ځينې يې عدالت نه شي تامینولای، او يا د خپل رول د تر سره کولو توان نه لري.
د منځګړیتوب نړيوال سازمان جوړول د ملګرو ملتونو د منشور اهداف او اصول پلي کوي، د نړیوالو تضادونو د حل موجوده میکانیزمونو لپاره ګټوره ضمیمه ده او د لا عادلانه او معقول نړيوال نظم د جوړولو لپاره د نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د سراسري جنوبي نړۍ غوښتنه پوره کوي.
د یادونې وړ ده چې د منځګړيتوب نړيوال سازمان تړون زياتره لاسليک کوونکي هېوادونه پرمختيايي هېوادونه دي. په تیرو وختونو کې چې کله نړیوالې شخړې راپورته شوې نو د سراسري جنوب ګټو تامین به ډېر سخت و. په راتلونکي کې به د منځګړیتوب نړيوال سازمان دوی ته د شخړو د حل نوې لاره چمتو کړي. لکه څنګه چې چیني لوري ويلي، “دا به په نړيوالو مسئلو کې د پرمختيايي هیوادونو ګډون ته وده ورکړي، په عادلانه توګه او د ټولو په شمولیت سره به د نړیوالو شخړو د حل میکانیزمونو پراختیا ته وده ورکړي، او په نړیوالې حکومتدارۍ کې به د سراسري جنوب هېوادونو ږ پورته کړي.”
د منځګړیتوب نړیوال سازمان نه یوازې د ختیځ او لوېدیځ د حکومتدارۍ مفکورې يو ځای کوي، بلکې د موثریت، لګښت او قوانینو له پلوه هم ډېرې ګټې لري. د مثال په توګه، موجوده میکانیزمونه د شخړو له رامنځته کېدو وروسته پرېکړې کوي، په داسې حال کې چې د منځګړیتوب نړيوال سازمان د “شخړو له مخکې د شخړو د سببونو د ختمولو” شعار لري. د عدالت نړیوالې محکمې ته د شکایت کولو لپاره اوږد وخت لګېږي او دا کار ګران دی، په داسې حال کې چې د منځګړیتوب نړيوال سازمان د منځګړیتوب دوره لنډه ده. سربيره پر دې، منځګړي د بې طرفه درېیمې ډلې څخه راځي، د شخړو ښکليو خواوې د منځګړيتوب پروسې کنټرول ساتي او کولای شي په ډېر انعطاف منونکي ډول د شخړو په ختمولو کې بریالي شي.
په وروستیو کلونو کې، بېجينګ په پر له پسې ډول د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ د تضادونو او شخړو د حل لپاره د چين حکمت او پلان چمتو او عملي کړی دی. د دې تر شا د چین کلتوري مفهوم، چې “همغږي قیمتي ده” ښکارېږي.
“د خبرو اترو له لارې شخړې حل کړو او د مشورو له لارې د تضادونو د ختمولو لپاره منځګړیتوب وکړو”، تمه کېږي چې د منځګړيتوب نړيوال سازمان به د ټولو خواوو په ګډو هڅو سره د نړیوالو شخړو په سوله ییز حل کې مثبت رول ولوبوي او د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د متقابل باور او همکارۍ د زیاتولو لپاره به نوی محرک ځواک وګرځي.