د راپورونو له مخې د اوکراین بېپیلوټه الوتکو د روسیې پر ۴ اټومي پوځي اډو حمله کړې، چې په پایله کې یې د ۷ مېلیارده ډالرو په ارزښت ۴۱ روسي بمغورځوونکې الوتکې ویجاړې کړې دي. سرچینې ویلي دا بریدونه د روسیې پر ضد د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو ستر او تر ټولو لرې واټن لرونکي عملیات ګڼل کېږي. راپورونه وایي، چې اوکراین د یکشنبې په ورځ د خپلو بې پيلوټه الوتکو له بریدونو مخکې امریکا ته د خپلو پلانونو خبر نه و ورکړی. له دې برېدونو وروسته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په ټېلګرام ولیکل، چې دا یوه «بشپړه خپلواکه هڅه» وه.