د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم پنجشېر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي، چې د دغه ولایت د لوړو زده کړو مؤسسه به پراخه او معیاري شي. نوموړي د ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت یادې مؤسسې ته لیلیه هم منظور کړې. هغه د یاد ولایت له والي او یو شمېر محصلینو سره کتلي او دغه راز یې د نوې ودانۍ د جوړېدو له سیمې هم لیدنه کړې ده.