د خوست ولایت ځایي چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې يوه خصوصي روغتون د لوی اختر په رانژدې کېدو سره د بېوزله ناروغانو د وړيا درملنې لپاره څلور ورځنی روغتیايي کمپ پرانیستی دی. د روغتون مسوولین وایي، چې په یاد روغتيايي کمپ کې به د مرکز او ولسواليو شاوخوا ۸۰۰ بېوزله ناروغانو په وړیا ډول درملنه وشي. د مسوولینو په خبره په دې وړيا روغتيايي کمپ کې د ناروغانو کتنه، ټول لابراتواري معاينات، د ښو او معياري کمپنيو درمل ورکول کيږي. د روغتون مسوولین وایي دا زموږ نهم پړاو وړيا کمپ دی، چې پخوا په څلورو ولسواليو کې ترسره شوی او د همدې په ګډون پنځم ځل یې دلته روغتون کې ترسره کيږي.