ایرنا خبري اژانس د تایباد ولسوالۍ د سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو مرستیال مهدي رجبي له قوله راپور ورکړی، چې د هرات او اسلام کلا له ګمرکونو څخه د ایران دوغارون بندر ته د ټرانسپورټي موټرو تګ د تېرې میاشتې په پرتله ۴۰ سلنه ډير شوی دی. مهدي رجبي ویلي، چې له افغانستانه هره ورځ شاوخوا ۷۰۰ ایراني او بهرني باروړونکې یا خالي لارۍ له دغه سرحده تګ راتګ کوي، د نوموړي په خبره پخوا د موټر دا شمېر یوازې ۵۰۰ وو. هغه وایي، وړاندې تردې ایراني موټر چلوونکو د هرات او اسلام کلا په ګمرکونو کې د اوږدې تم کېدا په اړه هم شکایتونه لرل.