پاکستان وايي له افغانستان سره به خپل ټول بندرونه د خلکو د تګ راتګ پر مخ پرانیزي. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي دي چې د کرونا ویروس د پراختیا له امله له افغانستان سره پولې د خلکو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې وي خو اوس تازه پرېکړه شوې چې د سې شنبې، چهار شنبې او پنجشنبې په ورځو به خلک له دې لارو تګ راتګ کولی شي. هغه ویلي چې د تورخم په ګډون ټولې لارې د پلیو وګړو د تګ راتګ لپاره پرانیستې دي. پاکستان په دې وروستیو کې د کرونا د پراختیا له امله د تګ راتګ لارې د خلکو پر مخ تړلې وې چې له امله یې دواړو خواوو ته پراته افغانان له سختو ستونزو سره مخ شوي وو.