د امريکا د اکسيوس خبري رسنۍ په دې وروستيو ورځو کې په یوه راپور کې د دې هېواد د «مارنینګ کانسالټ» شرکت له خوا تر سره شوې سروې په حواله ويلي، د امریکا د تجارتي پالیسۍ له امله د نړۍ په عامه افکارو کې د چین د محبوبیت کچه لا زیاته شوې ده او برعکس د امریکا د محبوبیت کچه بیا لا ټيټه شوې ده.
په یاده سروې کې د استراليا، برازيل، کاناډا، فرانسې او جرمني په شمول د ۴۱ هېوادونو او سيمو د لویانو نظرونه اخیستل شوي او د چين او امريکا په اړه يې د دوی د خوښۍ کچې معلومات تر لاسه کړي.
د شمېرنې له مخې، د روان کال د مې تر پايه پورې د چين په اړه د نړیوالو د محبوبیت کچه ۸ اعشاريه ۸ ته رسېدلی، خو د امريکا د محبوبیت کچه منفي يو اعشاريه ۵ ته رسېدلې.
یاد راپور وايي، چې د ۲۰۲۵م کال له جنورۍ راهيسې، د امريکا د اکثريت هېوادونو د عامه افکارو په ذهن کې بده شوې ده. د روان کال له مارچ راهيسې د چين په اړه د د محبوبیت کچه په څرګنده توګه لوړه شوې ده، په تېره له هغه وخت وروسته چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اپريل په ۲مه نېټه د تعرفې تګلارې د نافذېدو اعلان کړی، د چين په اړه د نړيوالو د محبوبیت کچه ډېره لوړه شوې ده.