د چين د مهاجرت ملي ادارې د خبر له مخې، روان کال د چين د ښامار کښتۍ اختر په درې ورځنۍ رخصتۍ کې د چین په سرحدونو کې ۵ ميليونو او ۹۰۷ زره تګ راتګ ثبت شوی، چې په منځنۍ توګه هره ورځ ۱ میليون او ۹۶۹ زره تګ راتګ تر سره شوی. دغه شمېر د تېر کال د همدې رخصتۍ په پرتله ۲ اعشاريه ۷ سلنه زياتوالی ښيي.
سرچینه وايي چې چين ته ۲۳۱ زره بې له ويزې سفرونه شوي او دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵۹ اعشاريه ۴ سلنه زياتوالی ښيي.