د پوهنې د سرپرست وزیر حبیب الله اغا له لوري د پنځوو ښوونځیو لپاره رغول شوې ودانۍ پرانېستل شوې. د لوګر پوهنې ریاست مسوولین وایي، د جاپان هېواد په مالي ملاتړ په یادو ښوونځیو پنځه میلیونه افغانۍ لګښت راغلی. ویل کیږي دغه ښوونځي د پوهنې وزارت تر څارنې لاندې د ټولو درسي امکاناتو په درلودلو سره د یو کال په موده کې رغول شوي دي.