د کور او ښار جوړولو وزارت چارواکي وايي، کابل ښار کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې کمولو او د دولت عوایدو زیاتولو په موخه د کابل ژوبڼ له اوسني ځایه بل مناسب او ازاد ځای ته لېږدول کیږي. د کور او ښار جوړولو، د کرنې، مالیې، عدلیې او کورنیو چارو وزارتونو او د چاپېریال ساتنې ادارې او کابل ښاروالۍ استازو له اوسني موقعیت څخه د ژوبڼ لېږدولو لپاره ځانګړې غونډه کړې. دغه غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست حمدالله نعماني ویلي، کابل ښار کې د ټرافیکي ګڼې ګوڼې کمولو لپاره اړینه ده چې ژوبڼ یوې بلې پراخې او مناسبې سیمې ته ولېږدول شي.