د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د پولنډ له ځانګړي استازي ویتولد سابکو سره په کتنه کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړې دي. په خبرپاڼه زیاتوي چې متقي له پولنډ سره د سیاسي اړیکو د ډېرېدو غوښتنه کړې او پولنډي سوداګرو ته یې په افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړې ده. په خبرپاڼې کې راغلي چې د پولنډ استازي د سرپرست حکومت له خوا له فساد سره د مبارزې او امنیت هڅې ستایلې دي. هغه ژمنه کړې چې په اروپايي هېوادونو او پولنډ کې به د افغان کډوالو ستونزو ته پاملرنه وکړي.