د غور د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د غوريانو د دورې اړوند ۶۰ د سرو زرو سکې او یوه کوزه موندل شوې ده. د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس عبدالحي زعیم ویلي چې دغه قیمتي سکې او کوزه د الله یار ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترلاسه شوې دي. نوموړي زیاته کړې، چې د سکو مجموعي ارزښت تر اوسه نه دی مشخص شوی، خو له تاریخي اړخه دا یو مهم او ارزښتناکه موندنه ده. زعیم وايي دغه سکې د غور د استخباراتو ریاست د ځواکونو په هڅو ترلاسه شوې او نن د اطلاعاتو او کلتور ریاست موزیم ته وسپارل شوې.