د پایدارې ښاري پراختیا لپاره د ملګرو ملتونو دفتر پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې د اوبو او کثافاتو ناسم مدیریت او د زرغون چاپېریال نشتوالي د افغانانو روغتیا له ګواښ سره مخامخ کړې ده. په بیان کې زیاته شوې چې افغانستان د اقلیمي بدلون له اړخه زیانمنوونکی دی. یاد سازمان ویلي چې ککړې هوا او ناپاکو اوبو د افغانانو ژوند ناامنه کړی دی. د ملګرو ملتونو یاد دفتر وايي چې د ښاري تودوخې د زیاتوالي او زرغونو سیمو نشتوالي په ځانګړې توګه په نارسمي مېشت ځایونو کې د اقلیمي بدلون پایلې پراخې کړې دي.