د سيبياېس راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو فرمان لاسلیک کړی، چې له مخې یې د افغانستان په ګډون له ۱۲ هېوادونو امریکا ته سفر منع شوی دی. د راپور له مخې، افغانستان، میانمار، چاد، کانګو، استوایي ګینه، اریتره، هایټي، ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن هغه هېوادونه دي، چې د دغه فرمان له مخې امریکا ته د وګړو د ورتګ مخه یې په بشپړه توګه نیسي. دا په داسې حال کې ده، چې سپینې ماڼۍ بیا اعلان کړی چې د افغانانو لپاره ځانګړې مهاجرتي ویزې له دغه فرمان څخه مستثنا شوې دي. سپینې ماڼۍ زیاته کړې، چې دغه فرمان د غبرګولي له ۱۹مې اجرا کېږي.