د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي رییس رافایل گروسي اعلان کړی، چې د سوریې واکمنو موافقه کړې چې د ملګرو ملتونو اړوند (IAEA) ادارې پلټونکو ته سمدلاسه د دغه هېواد د پخوانیو مشکوکو اټومي تأسیساتو ته د لاسرسي اجازه ورکړي. دا اقدام د دمشق له لوري د نړیوالې ټولنې لور ته د بېرته راګرځېدو یوه هڅه ګڼل کېږي. د راپور له مخې، گروسي دغه څرګندونې د سوریې له واکمن احمد الشرع سره تر لیدنې وروستهپه دمشق کې له اسوشیېټډ پرېس خبري آژانس سره په مرکه کې کړې دي.