د فراه ولایت والي د یو شمېر نورو چارواکو په ملتیا ګاونډي هېواد ایران ته په دوه ورځني سفر کې، له ایراني چارواکو سره د کرنې او پراختیا په برخه کې د ګډې همکارۍ ۲ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي. مولوي غوث الدين رهبر له رسنیو سره په مرکه کې ویلي چې دغه سفر د دواړو هېوادونو، نظامونو او ولسي وګړو لپاره ګټور دی. هغه ویلي چې په ياد دوه ورځني سفر کې له ايراني چارواکو سره یې په ګډه ناسته کې د دواړو لوریو ترمنځ د ښو او غوره اړيکو پر ټينګښت او لا پراختیا ټينګار کړی دی.