د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره د سیمې پر روان وضعیت خبرې او د نظرونو تبادله کړې ده. د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي کرزي جاپان د افغانستان “ښه ملګری” بللی او له افغان ولس سره یې په بېلابېلو برخو کې د یاد هېواد له همکاریو مننه کړې ده.