کابل کې د ایران سفیر عليرضا بېګدلي د بهرنیو چارو وزارت له مالي او اداري مرستيال ډاکټر محمد نعیم سره کتلي دي. په دې کتنه کې په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې شوې دي. ډاکټر نعیم د دواړو هېوادونو اړیکې ژورې بللې او د لا پراختیا هیله یې څرګنده کړې ده. دغه راز بیګدلي هم د بهرنیو چارو وزیر وروستي سفر ته په اشارې د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا مهم ګام بللی او د افغانستان هر اړخیز ملاتړ ته یې ژمنتيا ښودلې ده.