د افغانستان بانک ویاند، حسیب الله نوري ویلي، چې خلکو ته د بانکي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه به سوداګریز بانکونه نن هم د ماسپښین تر ۱۲ نیمو بجو پورې پرانیستي وي. نوموړي ویلي، د افغانستان بانک ژمن دی، چې هېوادوالو ته د غوره او پر وخت بانکي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.