د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جون د ۵مې نېټې په ماښام د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بلنه له نوموړي سره ټيلېفوني خبرې وکړې.
شي جين پينګ د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو پرمختګ د يوې لويې بېړۍ مزل بللی او ويلي يې دي، چې دواړه خواوې بايد د دغې بېړۍ د مسير د سمولو لپاره ګډې هڅې وکړي او د بېلا بېلو خنډونو له جوړولو او یو بل ته د زیان له اړولو څخه دې ډډه وکړي.
شي جين پينګ دې ته په اشاره ويلي، چې د امريکايي لوري په وړاندیز د دواړو هېوادونو استازو په جنېوا کې د تجارتي او اقتصادي مسایلو خبرې اترې کړې او د ډيالوګ او سلامشورو له لارې يې د سوداګريزې مسئلې د حل لپاره مهم ګام پورته کړی دی.
هغه زیاتوي چې دا کار د دواړو هېوادونو د بېلا بېلو برخو او نړيوالې ټولنې له هرکلي سره مخ شوی او دا ښيي، چې خبرې اترې او همکاري د دواړو خواوو لپاره يوازینی مناسب انتخاب دی. دی وايي، چين د جنېوا له خبرو اترو وروسته په جدي توګه هوکړه عملي کړې ده.
شي جين پينګ له امريکايي لوري څخه غوښتنه کړې، ترلاسه شوې لاسته راوړنې دې په واقعبینانه توګه ارزیابي کړي او د چين ضد منفي اقداماتو دې لاس واخلي. هغه زياته کړې، چې دواړه خواوې بايد د ډيپلوماسۍ، سوداګرۍ او اقتصاد، پوځ او د قانون د اجرا په شمول مسایلو کې تبادلې پراخې کړي، ګډ توافقات دې زيات کړي، سؤتفاهمونه دې کم کړي او خپلمنځي همکارۍ دې پياوړې کړي.
ده پر دې ټينګار کړی، چې امريکا بايد د تايوان له مسئلې سره په احتیاط چلند وکړي او له دې څخه دې ډډه وکړي، چې د ګوتو په شمېر د تايوان بېلتون غوښتوونکي چين او امريکا د شخړې په خطرناک وضعيت کې راګير کړي.
ټرمپ په ټيلېفوني خبرو کې د شي جين پينګ درناوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو مهم ارزښت څرګند کړی. ده ويلي، چې امريکا د چين د پياوړي اقتصادي پرمختګ د دوام په اړه خوښه ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ ډېرې ښې چارې تر سره کولی شي. امريکا به د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار وکړي.
ټرمپ په جنېوا کې د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې بريالې بللې او هيله يې ښودلې، چې له چين سره د هوکړې د تطبيق لپاره ګډې هڅې وکړي. هغه امريکا ته د چيني محصلينو د ورتګ هرکلی څرګند کړی دی.