چین، له نشه يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر، او سویډن په ویانا کې د «د بدلون په حال کې نړۍ کې ښځې، عدالت او امنیت» تر عنوان لاندې سمینار ترسره کړ.
په ويانا کې د ملګرو ملتونو په دفتر او نورو نړيوالو سازمانونو کې د چین دايمي استازي لي سونګ ياد سيمينار ته ويلي، چې چيني لوری غواړي له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې له دفتر او د ملګرو ملتونو له اړوندو ارګانو سره يو ځای د ښځو د حقونو د ساتنې لپاره هڅې وکړي، څو د نړيوالې ادارې د بشپړتيا او د تلپاتې پرمختګ د پوره کولو په بهير کې د ښځو وړتیا زیاته شي.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د وړانديز له مخې، د روان کال په دوهمه نيمايي کې به چين او د ملګرو ملتونو د ښځينو چارو اداره په بېجينګ کې د نړۍ د ښځو سر مشريزه تر سره کړي.