د چين د انرژۍ ادراې خبر ورکړی، چې د تېر اپرېل تر پايه پورې په چين کې د بيا کارېدونکې انرژۍ له لارې د برېښنا د توليد عمومي اندازه ۲ ميليارډو او ۱۷ ميليونو کيلو واټو ته رسېدلې او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵۸٪ زياتوالی ښيي.
له دې جملې څخه د بادي او لمريزې انرژۍ له لارې د برېښنا د توليد اندازه د تړمه ييزې انرژې له لارې د برېښنا توليد له اندازې څخه لوړ شوی او ۱ ميليارډ او ۵۳۰ ميليونو کيلوواټو ته رسېدلې ده.
په ۲۰۲۴م کال کې په چين کې د بيا کارېدونکې انرژۍ له لارې د برېښنا توليدي د زياتوالي اندازه ۳۷۳ ميليونه کيلوواټ وه، چې د بيا کارېدونکې انرژۍ له لارې د د برېښنا توليدي د زياتوالي په نړيواله اندازه کې له ۵۰٪ څخه زياته برخه نيولې.