د چين طبیعي سرچینو وزارت او چین میډیا ګروپ د ستراتیژیکو همکاریو چوکاټ تړون د لاسلیک مراسم او د “طبیعي چین” په نوم لویه ټلويزيوني لړۍ د پیل مراسم د جون په ۶مه نېټه په بېجینګ کې ترسره شول.
د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د نشراتي ادارې مرستیال او د چین میډیا ګروپ مشر شن های شیونګ په دې مراسمو کې په خپلې وینا کې وویل، چې دواړه خواوې به اوږدمهاله او نږدې ستراتیژیکې همکارۍ وکړي، د “طبیعي چین” ټليويزيوني لرۍ له پیل سره به د چین پرمختللی تولید، بډایه ژوند او ښه ایکولوژي منعکس کړي او د یو پیاوړي هیواد د جوړولو او د ملي بيا سمسورتيا د هڅولو کې لا زيات خدمتونه برابر کړي.