نړیوال بانک له افغانستان سره د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه د ۱۰۰ میلیونه ډالر مرستې اعلان کړی دی. په افغانستان کې د نړیوال بانک مطبوعاتي دفتر له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه بانک په افغانستان کې د مالي سکتور د ثبات او له کوچنیو سوداګریزو فعالیتونو څخه د ملاتړ لپاره ۱۰۰ میلیون ډالر تازه مالي مرسته اعلانوي. دا مرسته په داسې حال کې تصویب شوې چې اوس مهال هېواد د کرونا ویروس له ناوړه اقتصادي اغېزو څخه راوځي. د سرچينې په وينا، د دې پروژې پلي کېدل به د افغانستان د مالي نظام ثبات پياوړی کړي او د مالي منځګړیتوب په برخه کې به یو شمېر اسانتیاوې رامنځته کړي. دا مرسته په داسې حال کې کېږي چې اوس هم ډېری هېوادوال د کرونا وبا مخنیوي په موخه د راغلیو مرستو د مصرف په اړه اندېښمن دي او وایي چې شوې مرستې د مستحقو وګړو پر ځای د دولتي چارواکو جیبونو ته تللې دي.