د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي د لوی اختر په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې میلیونونه کډوال د جګړو، بېځایه کېدو او سختو شرایطو له امله نه شي کولای اختر په سمه توګه ولمانځي. هغه پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، ډېری دغه کسان په ناورینځپلو سیمو لکه غزه، سوډان، بنګلهدېش او افغانستان کې ژوند کوي، او د اختر د لمانځلو لپاره لازم امکانات نه لري.