د لوګر ولایتي چارواکي وايي، په دې ولایت کې هره ورځ شاوخوا ۴۰ زره لیتره شیدې تولید او پروسس کېږي، چې د کابل په ګډون ګاونډیو ولایتونو ته لېږل کېږي. د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د مطبوعاتو مسوول عبدالبصیر شاهد وايي، په دې وروستیو کې په لوګر کې مالداري ښه پرمختګ کړی، او مالداران په منظم ډول شیدې تولیدوي. نوموړی زیاتوي، کرنې ریاست د مالدارانو ملاتړ ته ژمن دی او هڅه کوي چې د شیدو تولید لا زیات شي. شاهد وایي، په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې ګڼې بېوزله کورنۍ، په ځانګړې توګه ښځې، د شیدو لپاره واړه او لوی څاروي ساتي او له دې لارې خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کوي. مالداران هم له خپل وضعیت خوښ دي او وایي چې د شیدو له کاروباره ښه عواید ترلاسه کوي.