د ۲۰۲۵ کال شانګريلا ډیالوګ په دې وروستیو کې پای ته ورسېد. د تیرو کلونو په پرتله، په روان ډیالوګ کې د فیلیپین له خوا د جنوبي سمندرګي په اړه ستراتیژي د نړیوالې ټولنې لپاره د لوړې څارنې وړ ده.
فیلیپین په ډیالوګ کې ډېره هڅه وکړه چې چین بدنام کړي. د مثال په توګه، د فیلیپین د دفاع وزیر ګیلبرتو تیودورو تش په نوم د “هند-پسیفک سیمې” بې ثباتي د چین د ستر پرمختګ له امله ده، نومړی د چین هغه عملونه ځورونه ګڼي کوم چې له قوانینو او مقرراتو سره سم خپل ځمکني حاکمیت او سمندري حقونه ساتي. د دفاع وزیر په توګه، د تیودورو څرګندونې د دغه هېواد د دفاعي ټولنې د اکثریتو د نظر څرګندویي کوي او حتی د فیلیپین حکومت په استازیتوب د جنوبي سمندرګي پالیسي اعلانوي او دا وینا د جنوبي سمندرګي په مسئله کې د فیلیپین د ستراتیژۍ ښکارندويي کوي.
لومړی، فیلیپین دا په ګوته کوي چې د دوی په ګمان چین باید په جنوبي سمندرګي کې فیلیپین ته امتیازات ورکړي. دغه هېواد د مساوت هغه نړیوال اصل له پارمه غور ځوي چې د نړیوالو قوانینو خوا پرې ټینګار شوی دی. دوهم، فیلیپین شخړه جوړه کړه او په دې توګه یې نړیواله ټولنه ګمراه کړې ده.
له دې څخه لیدل کېږي چې فیلیپین غواړي د دغې ناوړه ستراتیژۍ له لارې د نړیوالې ټولنې خواخوږي ترلاسه کړي او په جنوبي سمندرګي کې د چین د مشروع حقونو او ګټو مخنيوی وکړي. خو عدالت د خلکو په زړونو کې دی او خلک د ښو او بدو توپير کولای شي.
فیلیپین په دې وروستیو کې په جنوبي سمندرګي کې چین ایکولوژیکي چاپیریال ته د زیان په رسولو تورن کړي. دا لومړی ځل نه دی چې فیلیپین د چاپیریال د ساتنې په پلمه د خپلو سیاسي موخو د پوره کولو هڅه کوي.
د فیلیپین ناوړه ستراتیژي په حقیقت کې د دغه هېواد ناوړه ذهنیت منعکسوي. د دې ذهنیت تر شا، د امریکا او لوېدیځو هېوادونو نظرونه شتون لري چې د چین د کنټرول لپاره فیلیپین کاروي او دوی د فیلیپین لپاره ډیپلوماتیک، نظامي ملاتړ او د عامه افکارو په غولو او قانون تر پښو لاندې کولو کې توجهات برابروي.
په حقیقت کې، د فیلیپین دفاع وزیر په شانګريلا ډیالوګ کې هڅه کړې چې دا حقیقت پټ کړي چې فیلیپین له اوږدې مودې راهیسې خپله ستراتیژیکه خپلواکي له لاسه ورکړې ده. خو د امریکا، جاپان،اسټرالیا او فیلیپین د دفاع وزیرانو د غونډې ګډه اعلامیه په خپله څرګنده ده چې د جنوبي سمندرګي په اړه د فیلیپین ناوړه ستراتیژي د امریکا او لوېدیځو هېوادونو له خوا په پټو سترګو تصويب شوې، ملاتړ يې ترې کړی او همغږي ورسره لري. فیلیپین د نامناسبو ګټو لپاره په بهرنیو ځواکونو تکیه کوي او دا ناوړه ستراتیژي به خامخا ناکامه شي.