چين په روان کال کې د لوړې سويې ورخلاصون ته دوام ورکوي او د بهرنيو پانګو د ثبات لپاره یې اړوند تدبيرونه تر سره کړي دي. له دې امله ګڼ شمېر بهرنيو شرکتونو پرېکړه کړې، چې په چين کې خپلې پانګونې زياتې کړي، څو د چین د اقتصاد له باکيفيته پرمختګ څخه ګټه واخلي.
د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې په چين کې د بهرنۍ پانګې له خوا څه باندې ۱۸ زره نوي شرکتونه جوړ شوي دي. د برېښنايي سوداګرۍ د خدماتي چارو او د فضايي تجهیزاتو او کیمیاوي درملو په تولیدي چارو کې د استعمال شويو بهرنيو پانګو د زياتوالي انډول په اوسط ډول له ۵۰ سلنې څخه زیات شوی ده. د بهرنۍ پانګې د ثبات په پار د يو لړ تدبيرونو په پلي کېدو سره، د بهرنۍ پانګې لپاره به د چین بازار جاذبه نور زياته شي.