د چین د سوداګرۍ وزارت وياند د متوسطو او درنو نادرو خاکي عناصرو د صادراتو د کنټرول په اړه د یوه خبریال پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، چې د نادرو خاکي عناصرو اړونده مسئله هم ملکي او هم نظامي بعدونه لري او د نادرو خاکي عناصرو پر صادراتو محدوديت له نړیوالو اصولو سره سمون لري.
هغه زیاته کړه چې د روبورټونو او د نوې انرژۍ کارېدونکو موټرونو صنايعو په پرمختګ سره، چين په ملکي برخه کې د بېلابېلو هېوادونو د تقاضا او انديښنو په اړه پوره غور کړی. دی وايي چې چين د قانون له مخې د نادرو خاکي عناصرو د صادرولو د غوښتنې څارنې تر سره کړې، يو شمېر قانوني غوښتنې يې تصويب کړې او په راتلونکي کې به د قانوني غوښتنې د تصويب کولو چارې پياوړې کړي. نوموړی وايي چې چين غواړي په دې برخه کې له اړوندو هېوادونو سره د صادراتو د محدودولو په اړه خبرو اترو ته دوام ورکړي، څو قانوني تجارت لا آسانه شي.