کرنې وزارت وایي چې سږکال په زابل ولایت کې د انځرو حاصلات دوه برابره زیات شوي دي. یاد وزارت د زابل د کرنې ریاست په حواله ویلي چې د نورو کلونو په پرتله سږکال په دغه ولایت کې د انځرو حاصلات دوه برابره ډېر شوي دي. سرچینې د زابل د کرنې ریاست مسوولینو له قوله ویلي، سږکال به په دغه ولایت کې ۲۲ زره او ۷۰۰ ټنه انځر تولید شي. د زابل ولایت انځر نه یوزاې په افغانستان کې دننه ښه بازار لري بلکې له هېواده دباندې ځانګړې توګه په هند او پاکستان کې هم له ښه شهرته برخمن دي.