د چین د دولت رئیس مرستیال هان جنګ پر ځايي وخت د جون په ۸مه نېټه د فرانسې په نیس کې د ملګرو ملتونو د سمندر په درېیم کنفرانس کې د ګډون په ترڅ کې د دغه نړيوال سازمان له سرمنشي انټونیو ګوتریس سره وکتل.
هان جنګ په دې لیدنه کې د نړۍ اوسنی وضعیت ګډوډ وباله او د چین د دولت رئیس شي جین پینګ په قول يې ويلي، هر څومره چې نړیوال وضعیت ګډوډ وي، هومره دې د ملګرو ملتونو صلاحيت وساتل شي، د ملګرو ملتونو په مرکزیت کې نړیوال سیسټم، د نړیوال قانون پر بنسټ نړیوال نظم او د ملګرو ملتونو د منشور د موخو او اصولو پر بنسټ د نړیوالو اړیکو اساسي اصول په ټینګه سره وساتل شي. دی وايي چې چین تل په نړیوالو چارو کې د ملګرو ملتونو د کیلیدي رول ملاتړ کوي.