د چين او بريټانيا د اقتصادي او پولي مذاکراتو د چینايي لوري مشر او د صدراعظم مرستيال هه لي فنګ د جون په اتمه نېټه د دې هېواد د ماليې وزير ريچال ريویس سره وليدل.
خبر وايي چې ده د بریتانیا د ماليې له وزیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او پولي همکاريو او ګډې علاقې وړ مسئلو په باب د نظريو تبادله وکړه.
هغه له ريویس سره د ليدو پر مهال ويلي چې چين او بريټانيا بايد د دواړو هېوادونو د مشرانو د مهمو او ګډو نظريو د پلي کولو ، د یادو مذاکراتو د بریالیتوب لپاره ګډې هڅې وکړي، د اقتصادي او پولي چارو په شمول بېلا بېلو برخو کې دې خپلمنځي همکارۍ او تبادلې لا پياوړې کړي او دغه راز دې د ګډو ګټو پر بنسټ د ګډو برياليتوبونو د تر لاسه کولو د پرمخبيولو او د دوه اړخيزو اقتصادي اړيکو د سالم او دوامدار پرمختګ د ساتلو لپاره هلې ځلې وکړي.
د بریتاینا د ماليې وزیر هم په دې لیدنه کې ویلي چې هېواد يې له چين سره همکاريو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي چې د نظريو تبادلې ورسره زياتې کړي او په دې مذاکراتو کې شوې موافقې پلې کړي تر څو د بريټانيا او چين ترمنځ اقتصادي همکارۍ ته حياتي ځواک ورکړي.