د منځګړیتوب نړیوال سازمان د تړون د لاسلیک مراسم څو ورځې مخکې د چین د هانکانګ په ځانګړې اداري سیمه کې ترسره شول، چې په دې سره د منځګړیتوب او مشورو له لارې د نړیوالو کشمکشونو د لیرې کولو په موخه د حکومتونو ترمنځ لومړی نړیوال قانوني ارګان فعال شو.
د منځګړیتوب نړیوال سازمان د چین په لارښوونې جوړ شوی او د ډېرو پرمختیايي هېوادونو ملاتړ یې ترلاسه کړی دی. د لاوس په شمول ځينو پرمختيايي هېوادونو د دغه سازمان د جوړېدو په جریان کې فعال خدمتونه کړي دي.
د یادولو ده، چې چین له اندونیزیا، پاکستان، لاوس او کمبوډیا سره په ۲۰۲۲م کال کې د منځګړیتوب نړیوال سازمان د جوړېدو ګډه اعلامیه لاسلیک کړه او د جوړونې د تياري کارونه يې پیل کړل.
يادو پرمختیايي هېوادونو د دغه سازمان د تیاري په غونډو کې فعال ګډون کړی او خپلې ځیرکتیاوې یې وړاندې کړې دي.
د لاوس مرستیال صدراعظم ساليومزي کوماسیت د منځګړیتوب نړیوال سازمان د تړون د لاسلیک په مراسمو کې هم ګډون کړی و او دا د دې ښکارندويي کوي، چې لاوس له یاد سازمان څخه کلک ملاتړ کوي.
د نړیوالو کشمکشونو د حل میکانیزم له اوږدې مودې راهیسې د لوېديځو هېوادونو تر کنټرول لاندې دی او پرمختیايي هېوادونو مجبوروي، چې د دوی غوښتنې ومني. د ساري په توګه، د نړیوال منځګړيتوب او قانوني دعوو د بهیر میکانېزم مقررات همیشه د پرمختللو هېوادونو د ګټو ساتنه کوي او پروسې یې هم پېچلې او لګښتونه یې لوړ دي. نو پرمختیايي هېوادونه لېواله وو، چې د نړیوالو کشمکشونو د حل لپاره یو ډېر عادلانه میکانیزم جوړ شي. نو د دغه سازمان په جوړېدو سره د پرمختيايي هېوادونو اړتیا پوره شوې ده.
اوسمهال د پرمختیايي هېوادونو او د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکارۍ مخ په زیاتېدو دي، نو په بهیر کې يې پرته له شکه سوداګریز کشمکشونه او د پانګونې توپیرونه موجود وي. نو د منځګړيتوب نړيوال سازمان د جنجالونو او شخړو د هواري دوستانه، صميمي، نرمې، ارزانې او اسانې لارې د پرمختیايي هېوادونو لپاره ډېرې ګټورې دي.
ډېر پرمختیايي هېوادونه سولې ته لومړیتوب ورکوي او خلک یې هم غواړي، چې د سوله ییزو خبرو اترو له لارې کشمکشونه او جنجالونه حل او د شخړو له سختېدو ډډه وشي.
چین د منځګړیتوب نړیوال سازمان د بنسټګر په توګه تل پر دې ټينګار کړی، چې د ډیالوګ او مشورو له لارې باید نړیوالې شخړې هوارې شي او همدغه نظریه یې د پرمختیايي هېوادونو له کلتور او دود سره سمون لري.
چين په نړیواله اداره کې فعال ګډون لري او د نړیوالې سولې او پرمختګ لپاره مهم خدمتونه کوي او په دې وروستیو کلونو کې يې نړیواله اغېزه هم لوړه شوې ده.
ګڼو پرمختيايي هېوادونو د چين د کمربند او لارې د ګډې جوړونې وړاندیز کې ګډون کړی دی او دغې لارې ټولو هېوادونو ته د پرمختګ ګټور فرصتونه برابر کړي دي.
چین تېر کال د سعودي عربستان او ایران ترمنځ سوله وکړه، د دوی ترمنځ یې کشمکشونه او ناندرۍ پای ته ورسولې او دغې کړنې یې د نړيوالې ټولنې پاملرنه راجلب کړه.
د چين دغه ډيپلوماتیکه لاسته راوړنه د نړیوالو کشمکشونو د حل په برخه کې د بالقوه قوت څرګندويي کوي.
منځګړیتوب نړیوال سازمان په هانکانګ کې جوړ شوی او په نړیواله حقوقي ساحه کې یو لوی ګام بلل کېږي.
باور دا دی چې دغه سازمان به په راتلونکی کې د نړیوالو کشمکشونونو د هواري او د پرمختیايي هېوادونو د پرمختګ او د نړیوالې ادارې د اصلاحاتو د هڅونې لپاره نه پر ځای کېدونکی رول ولوبوي.