لوی بدلونونه عموماً د نړیوال ځواک او نړیوال نظم له لویو تعدیلاتو سره مله وي، چې په پایله کې یې نړیوالو اړیکو ته نوې بڼه ورکول کېږي.
نړۍ په يوه داسې لوی بدلون کې روانه ده، چې ساری یې په تېرې يوې پېړۍ کې نه دی لیدل شوی، د ساینس او ټېکنالوژۍ انقلاب او صنعتي بدلون پکې نوي پړاو ته داخل شوي او د هېوادونو او په تېره بیا د لویو هېوادونو ترمنځ پکې بې سارې سیالۍ روانې دي.
د ساینس او ټېکنالوژۍ هر لوی پرمختګ په تولیدي چارو کې ژور انقلاب او هم په نړۍ او نړیوال نظم کې بدلونونه راولي، چې اوسمهال د نړۍ د حکومتوالۍ په سیسټم او نړیوال وضعیت کې بې ساري بدلونونه، ناانډولي او نابرابري تر سترګو کېږي.
انقلاب د روان سيلاب په څېر وي، ويښ او ځيرک ملتونه ترې ګټې اخلي او په خوب ويده او لټ ملتونه بیا په اصطلاح پر سر ګډوي او د مرګ کندې ته يې ورغورځوي.
د هېوادونو ترمنځ او په تېره بیا د لويو هېوادونو ترمنځ سیاسي کشمکشونه، اقتصادي ناندرۍ او سيالۍ ستونزې نه شي هوارولی، بلکې لا یې پسې ډېرولی او هم د نړۍ پر وړاندې ننګونې راپورته کولی شي.
هېوادونه د متقابل درناوي، سوله ييز ژوند او ګډو ګټو په رڼا کې اړيکې پاللی او مخکې تللی شي او له دغو درېيو ټکو پرته یې اړيکې له لوړو ژورو سره مخ کېدای شي.
کله چې ولسمشر ټرمپ سپینې ماڼۍ ته ګرځېدلی، نو د کار په لومړيو وختونو کې يې د نړۍ د ګڼو هېوادونو پر توليداتو اضافي ګمرکي تعرفې ولګولې، چې له امله يې نه يوازې نړيوال اقتصاد متزلزل شوی، بلکې د دغه هېواد د خلکو پر اقتصاد يې هم منفي اغېزې کړې دي.
امريکا د تعرفو په دام کې اروپا هم راګيره کړې ده. که څه هم اروپايي ټولنه د امريکې همکاره پاتې شوې او هر وخت يې په نړيوالو چارو کې غاړه ورسره وړې، خو د ټرمپ د تعرفو له ګوزاره خوندي پاتې نشوه.
امريکا نور هېوادونه چټک پرمختګ ته نه پرېږدي او په بېلا بېلو لارو هڅې کوي، چې مخې يې ور ډب کړي او پر نړيوال سټېج خپل ځای وساتي.
امريکا، چين، فرانسه، برېتانيا او روسیه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دایمي غړي هېوادونه دي.
برېتانيا او فرانسه د امريکې همکار هېوادونه دي او ډېری وخت یې له خبرو او غوښتنو ډډه نه کوي، خو روسيه او چين بیا پر نړيوال سټېج د امريکا ځاني غوښتنو او فرمایشونو ته ځای نه ورکوي. نو ځکه امريکا هڅې کوي، چې د چين او روسیې اقتصادونه وپرځوي او يا یې ور وځپي او دواړه د ځان تابع وګرځوي.
ټرمپ چې سپينې ماڼۍ ته بیا ستون شوی، د تعرفو په ګډون ځينو کمپايني خبرو ته يې د عمل جامه اچولې ده.
ټرمپ به په ټاکنیزو منډو ترړو کې ویل، چې د اوکراين شخړه به په څو ساعتونو يا ورځو کې پای ته ورسوي. خو نوموړی تراوسه په خپلې ژمنې کې پاتې راغلی، که څه هم ځينو موخو ته رسیدلی دی.
امريکا روسيه په اوکراين کې داسې ښکېله کړې، چې نه د دغه هېواد نظام چپه کولی او نه هم ځواکونه ترې ايستلی شي. امريکا د روسیې پانګې کنګل کړي او پر ضد يې اوکراين ته ښې پرېمانه وسلې لېږدوي.
روسيه بیا د امريکې غوښتنو ته غاړه نه ږدي او په اوکراين کې يې هغه څه روان کړي، چې د چا خبره زړه یې غواړي.
اوسمهال په اوکراين کې د شخړې کړکېچ روان دی، خو واشنګټن له فرصته په استفادې کيف له غوڅې ګوتې ونيو او د پورونو په بدل کې يې د دغه هېواد پر نادرو کاني زېرمو خېټه واچوله.
کيف په جنګ کې ګير دی او بله لاره يې نه درلوده، ځکه يې د واشنګټن غوښتنو ته غاړه کېښوده او د نادرو خاورو کانونه يې په لاس کې ورکړل.
ټرمپ د خپل ماموريت په پيل کې د چين په ګډون د ګردې نړۍ پر وړاندې د تعرفې تګلاره غوره کړې او د ډېرو هېوادونو پر توليداتو يې اضافې تعرفې لګولې دي.
امريکا او چين د نړۍ پياوړي اقتصادونه دي، پر ډيپلوماتيکو اړيکو يې پنځه څلوېښت کالونه اوښتي، خو ډېری وخت يې اړيکې تاوجنې او له کږلېچونو تېرېږي او هميشه یې ترمنځ تا ویلي او ما ويلي موجود وي او کله ناکله یې اړيکې دومره ترېنګلې شي، چې اغېز يې نه یوازې پر خپلمنځي اړيکو، بلکې پر نړۍ هم پرېوځي او متزلزل حالت ته يې ټېل وهي.
چين په تېرو دوو لسیزو کې چټک پرمختګ کړی او د نړۍ دویم لوی اقتصاد ګرځېدلی دی، خو امريکا د دغه هېواد پرمختګ نه شي زغملی او د ځان لپاره د خطر زنګ بولي او وېرې اخيستې، چې ښايي پر نړيوال سټېج يې ځای ونيسي.
امريکا د چين د پرمختګ پر وړاندې ډول ډول خنډونه جوړوي، خو چين بیا د خپل پرمختګ لپاره نورې لارې کاروي، چې ښه بېلګه یې «کمربند او لار» یادولی شو او تراوسه یې د نړۍ له شاوخوا ۱۵۰ هېوادونو او څه باندې ۳۰ نړيوالو سازمانونو سره د دې سترې پروژې تړونونه لاسليک کړي دي.
امريکا روسيه په اوکراين کې ګيره کړې او هڅې کوي، چې چين په ختیځ کې ښکېل کړي.
امريکا د چين د اقتصادي پرمختګ مخه هغه شان نه شي نيولی، چې څه يې په زړه وي، خو پر وړاندې يې بېلا بېلې لارې کاروي. کله يې د بشري حقونو پر نقض تورنوي، کله يې پر وړاندې د جنوبي سمندرګي مسئله راپورته کوي او ختيځ هېوادونه او په ځانګړې توګه فیليپين ورته رامخته کوي او بله د تایوان مسئله ده، چې د چين پر وړاندې يې کاروي.
امريکا تايوان په رسميت نه پېژني او ډېر پخوا یې له چين سره په ۳ اعلاميو کې تایوان د دغه هېواد برخه بللې ده. خو له دغې سیمې سره راشه درشه لري، درندې وسلې پرې پلوري او د چين پر وړاندې يې لمسوي.
چين بیا له هر هېواد سره په ډيپلوماتيکو اړيکو کې د تايوان مسئله سره کرښه ټاکلې او دغه ټاپو د خپلې خاورې نه بېلېدونکې برخه بولي او وايي که اړتيا شوه، نو د ځواک په زور به یې هم ونیسي.
د چين دولت رئیس شي جين پينګ د جون په ۵مې نېټې له خپل امريکايي سيال سره په ټليفوني خبرو کې هم تايوان مسئله ياده کړې او له امريکا يې غوښتي، چې د چين په کورنيو چارو او په ځانګړې توګه د تایوان مسئلې کې دې له لاسوهنې ډډه وکړي.