د چین د دولت رئیس شي جين پينګ او د کانګو جمهوریت ولسمشر دینیس ساسو د جون په ۱۱مه نېټه په جلا جلا توګه د چين او افريقا د همکارۍ فورم پایلو د عملي کېدو لپاره د همغږي کوونکو غونډې ته د مبارکۍ پيغامونه واستول .
شي جين پينګ په خپل پيغام کې ویلي: اوس مهال نړيوال حالت له ګډوډۍ سره مخامخ دی او چين د چيني شکله عصري کېدو په برخه کې له نويو لاسته راوړنو سره د نړۍ لپاره د نويو فرصتونو په برابرولو او د افريقا په شمول د سراسري جنوب ملګرو هېوادونو پرمخ د خپل لوی بازار پر پرانیستلو ټينګار کوي.
ساسو په خپل لیک کې ویلي چې کانګو جمهوریت د دغې غونډې د رئیسه هېواد په توګه غواړي له چین او د سراسري جنوب له نورو هېوادونو سره د کمربند او لار د وړانیز تر چوکاټ لاندې همکارۍ پياوړې کړي.