د امريکا مورنينګ کونسولټ شرکت(Morning Consult)د نړۍ د ګڼو هېوادونو په اړه يوه نظرپوښتنه ترسره کړې، چې له مخې يې د روان کال د مې تر پايه د نړيوالو په سترګو کې د چين محبوبيت ۸ اعشاريه ۸ سلنه لوړ شوی او د امريکې محبوبيت بیا منفي يو اعشاريه ۵ سلنه ټيټ شوی دی.
دغه نظرپوښتنه د کاناډا، فرانسې، جاپان، روسیې او برېتانيې په شمول د نړۍ د۴۱هېوادونو په اړه ترسره شوې ده.
د امريکې اکسيوس (Axios) ويبپاڼې خبر ورکړی، چې د امريکې د سوداګرۍ تګلاره په حقيقت کې د چين د بيا سمسورتيا هڅونه کوي.
د ټرمپ حکومت د نړۍ د ګڼو هېوادونو پر وارداتو د اضافي تعرفو تګلاره غوره کړې او موخه يې دا ده، چې له همدې لارې امريکا بیا ښېرازه او سمسوره کړي، خو نړۍ د ټرمپ دغې تګلارې ته توند غبرګون ښودلی او د امريکې د محبوبیت کچه ورسره ټیټه شوې ده.
نظر پوښتنه ښيي، د روان کال په پيل کې د نړۍ له ۴۱هېوادونو څخه ۲۹ يې د چين په پرتله امريکا ته لومړيتوب ورکاوه، خو کله چې ټرمپ سپینې ماڼۍ ته بیا راګرځېدلی، نو په نړۍ کې د دغه هېواد د محبوبیت کچه ورسره ټيټه شوې ده.
ډونالډ ټرمپ د نړۍ د ګڼو هېوادونو پر وارداتي توکو ګمرکي تعرفې لګولي، چې له امله یې سوداګريز جنجالونه راپورته شوي دي.
نظرپوښتنه ښيي، د روان کال د اپرېل تر ۳۰مې نېټې پورې، د نړۍ له ۴۱هېوادونو څخه يوازې ۱۳ یې د چين په پرتله له امريکې څخه ملاتړ کړی، خو نورو زياتو یې له چين څخه ملاتړ کړی او دا د دې ښکارندويي کوي، چې په نړۍ کې د چين د محبوبیت کچه په ډېرېدو ده.
د امريکې د تعرفو تګلاره د دې ښکارندويي کوي، چې د دغه هېواد ګټې له نړيوالو اصولو لوړې دي او همدا وجه ده، چې په نورو هېوادونو کې د امريکايي تصديو د سوداګرۍ او پانګونو فرصتونه هم کم شوي او دغه هېواد ته د ګڼو اروپايي او اسيايي هېوادونو صادرات کم شوي دي.
ډونالډ ټرمپ په وروستيو کې د امريکې په مشهورو پوهنتونونو کې پر بهرنيو زده کړندويانو بنديزونه لګولي، د ساينس او تېکنالوژۍ نړيوالې همکارۍ يې بندې کړي، له پاريس تړون څخه يې امريکا ویستلې او د روغتيا نړيوال سازمان د اصلاحاتو پر وړاندې يې خنډونه جوړ کړي دي.
ټرمپ په ټاکنيزو کمپاينونو کې دا شعار(لومړی امريکا) ورکاوه، چې دغه شعار او نظریې یې پر نړيوالې ادارې ډېرې سختې منفي اغېزې کړې دي. برعکس چين بیا پر دې موقف ټينګار لري”د ټولو ګډ پرمختګ رښتينی پرمختګ دی“.
د نړۍ څه باندې سلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د چين درې (پرمختګ، امنيت او تمدن) نړيوال وړانديزونه ستايلي او ملاتړ يې ترې کړی دی.
امريکا د ډيموکراتيک بدلون په پلمه د نورو هيوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنې کوي، خو چين بیا د ګډو بحثونو، ګډې ابادۍ او ګډ مشارکت د نظريو پر بنسټ د سيمه ييزو همکاريو هڅونه کوي.
امريکا پر مختلفو هېوادونو بنديزونه لګوي، خو چين له ويزې پرته د ورتګ لارې پرانيستلي، چې په دې سره په دغه هېواد کې د بهرنيو پانګوالو لپاره ډېرې اسانتياوې برابرې شوي، سوداګريز چاپېريال يې ورځ تر بلې په ښه کېدو دی او نړيوال شرکتونه د دغه هېواد له پرمختګ څخه ښې ګټې پورته کوي.
د چين او امريکې تګلارې ټکر لري، ځکه امريکا د يو اړخيزم تګلاره پر مخ بیايي، خو چين بیا څو اړخيزم ته لومړيتوب ورکوي.
په نړۍ کې د امريکې په پرتله د چين د محبوبيت لوړه کچه د دې ښکارندويي کوي، چې واشګنټن د شخصي ګټو په لټه دی او د ټرمپ هغه شعار(لومړی امريکا) ته د عمل جامې اچوي.
ګڼ شمېر هېوادونه د ټولو لپاره د ټولشمول پرمختګ په اړه د چين له نظريې سره موافقه کوي.
د يادې نظر پوښتنې پايله د دې ښکارندويي کوي، چې څو اړخيزم د يو اړخيزم پر وړاندې بری موندلی او ورخلاصون او همکاريو بیا د ځاني سوداګريزې غوښتنې پر وړاندې بريالیتوب خپل کړی دی.
نړۍ ورخلاصون او ټولشموليت، د ګډو ګټو پر بنسټ همکاريو او واقعي فعاليتونو ته لومړيتوب ورکوي.