د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جون په ۱۰مه نېټه د چین د هو نان ولایت په چانګ شا ښار کې د کینیا، سینیګال، تنزانیا او نمیبیا، بوتسوانا او انګولا په شمول د څو افریقایي هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وکتل.
د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د چين او افريقا د همکارۍ فورم د لاسته راوړنو د پوره کولو لپاره د همغږي کوونکو په غونډه کې د ګډون لپاره چین ته راغلي دي.
وانګ يي د کینیا د بهرنیو چارو له وزیر مودوادي سره د لیدنې پر مهال وویل چې د چین او کینیا مشرانو په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو د ګډ برخلیک ټولنې نوی دریځ ټاکلی دی. ده ویلي چې چين غواړي له کينيا سره د دواړو هېوادونو د مشرانو شوې ګډې نظریې پلې کړي او متقابل ملاتړ او باور پياوړی کړي.